د سولې لپاره یو بل ښه فرصت / سید عبدالله پآچا

comments 0

ولسمشر پلازمېنې کابل ته راورسید او هرات کې یې له بیلابیلو خلکو سره لیدنې وکړې، خو د دې لیدنو په لړ کې وروستۍ لیدنه چې له قومي مشرانو او دیني علماوو سره سره ډيره هیله بخښونکي وه.
د دې لپاره چې ولسمشر پکې د سولې یو زیری ورکړ او باور یې وښود چې د افغان حکومت او طالبانو لپاره یو ښه فرصت په مخکې دی او تمه ده چې دواړه ترې ګټه واخلي.
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل کنفرانس ته په اشارې وویل چې په دې کنفرانس کې به حکومت د سولې وروستی وړاندیز طالبانو ته وکړي چې طالبان پرې سولې ته رامات شي.
ولسمشر تراوسه نه ده په ډاګه کړې چې د حکومت وروستی وړاندیز به څه وي، خو ممکن له طالب چارواکو سره وروستي تماسونه، پر طالبانو هوایي بریدونه او ځمکني عملیات، پر پاکستان فشارونه او د نړۍ باور په افغانستان باندې طالبانو کې نرمښت راوستی وي او د افغان حکومت وروستی دریځ ومني.
تر دې وړاندې د سولې شورا اشارتا ویلي و چې له طالبانو سره خبرو کې ځینې پرمختګونه شوي، خو د دې پرمختګونو په اړه یې ډاګیز څه نه و ویلي، داسې ښکاري چې طالبانو د سولې د خبرو لپاره شین چراغ ښودلی او ممکن لوړپوړي طالب مشران له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني.
طالبان اوس اړ دي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي، ځکه له یوې خوا په وروستیو پېښو کې د ولسونو له لوري سخت غندلی شوي، له بلې خوا سیمه ییز او نړیوال فشارونه او له دې فشارونو سره یو ځای طالبانو مالي ملاتړي هم له لاسه ورکړي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره امکانات ورته برابر کړي.
په وروستیو کې د هېواد په جنوب ختیځ کې ځینې لاسوندونه رسنیو ته په واک کې ورغلي چې په کې له طالب مشرانو غوښتل شوي چې دوی ته اوس کورني عواید او بهرنۍ مرستې نه راځي او له سخت مالي بحران سره مخ دي چې د خیټې لپاره ډوډۍ او د جګړې لپاره وسایل او مرمۍ نه لري.
له دې لاسوندونو ښکاري چې طالب ته بله لار نه ده پاتې ، پرته له دې چې سوله وکړي او له افغانانو سره ګډ ژوند ته دوام ورکړي او د هېواد په ښیرازۍ کې ونډه واخلي.
ولسمشر غني له هراتي مشرانو او دیني علماوو سره په وروستۍ ناسته کې دا باور هم ښودلی چې طالبان به د کابل کنفرانس کې وروستي وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړي او حکومت به له اساسي قانون او خلکو سره غوښتنو سره سمه پریکړه وکړي.
حکومت ته د طالبانو ټول هغه شرطونه د منلو دي چې ملي ګټې، ملي ارزښتونه او د تېرو کلونو لاسته راوړنې پکې خوندي وي، حکومت تل طالبانو ته غیږ خلاصه کړې او ممکن وروستی فرصت چې د کابل کنفرانس دی، حکومت او طالبان د سولې په تړاو یوې پریکړې ته ورسیږي.
حکومت هم په ټول توان هڅه کوي چې طالبان له هرې ممکنې لارې د سولې میز ته کینوي او د سولې دا میز باید د افغانانو په څوکیو ډک وي، نه دا چې بهرنیان پکې دخیل وي، افغانان کولای شي، لکه څنګه یې چې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره سوله وکړه، داسې له طالبانو سره هم یوې هوکړې ته ورسیږي.
اوس طالبان هم په دې پوه شوي چې افغان ولس د سولې ارمانجن دی او کلونه جګړې دومره ستړي کړي چې د سولې لپاره هر لوړ قیمت ورته کم دی، د طالبانو اکثرا مشرانو دا درک کړې چې دا جګړه پردۍ او ګټه یې هم نور وړي، خو قرباني یې افغانان ورکوي.
د طالبانو ځینې مجبوریتونه شته چې د طالبانو سرچینو له قوله خلکو ویلي چې طالب د جګړې په دوام کې خپل ځان خوندي ګڼي او باور لري، که یې جګړه ودروله همغه ورځ به یا ووژل شي او یا به بندي شي، خو اوس حکومت طالبانو ته ژمنه ورکړې او د دې تضمین ورکوي چې سر ، کورنۍ او مال به یې خوندي وي او په سوله کې به ورته ارام ژوند برابر کړي چې هیڅوک هیڅ ډول زیان ورته و نه شي رسولی.
ولسمشر محمد اشرف غني لکه څرنګه چې ژمنه کړې چې افغانان به سولې ارمان ته رسوي، د دې ژمنو یوه برخه چې حزب اسلامي پوره کړې او بله ژمنه چې طالبان دي، دا به هم پوره کوي او افغانان به هغه ارمان ته رسوي چې د سولې په تړاو یې له کلونو راهیسې لري.

Comments

Leave a Reply