د سولې لپاره ملي فکر ته اړتيا ده / بریالی ویاړ

comments 0

د هېواد هر قشر او هر وګړي سوله غواړي؛ ځکه سوله د ټولو اړتیا ده د نورو ملتونو په شان غواړي چې په سوله او ثبات کې ژوند وکړي. دا به د یو څرګند حقیقت په عنوان ومنو چې هیوادونه او ټولنې له یو قوي او پیاوړی احساس او فکر پرته نه ابادیږي، کله چې د یوې ټولنې یا هیواد د وګړو ترمنځ د ملي فکر او احساس روحیه پیاوړي وي نو له شک پرته چې هغه ټولنه د ژوند په هر ډګر کې لاس بري او بریالی وي، برخلاف چېرته چې په یوې ټولنه کې د ملي فکر او احساس پر ځای ځاني فکر او احساس غښتلی وي نو هلته ټولنه د ډول ډول ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي.تاریخ ثابته کړي چې، دملي احساس په شتون کې ملت او اولسونه یو موټي او واحد پاتې کیږي کله چې د یوې ټولنې د وګړو ترمنځ ملي یوالی شتون ولري نو شک نه شته چې هلته به د ټولنې ټول ملي او فردي ارزښتونه خوندي وي، د ملي ارزښتونو په خونديتوب سره فردي ارزښتونه خود به خوده خوندي کیږي، کله چې په ټولنه کې ملي ګټې پیاوړي کیږي نو فردي ګټې ورسره هرومرو قوت پیدا کوي خو کله چې په ټولنه کې خلک یوازې د فردي ګټو په اړه سوچ کوي د ځان ګټې به خوندي کړي خو د خپلو بچیانو او ملت راتلونکي ملي او فردي ارزښتونه هیڅکله هم نه شي خوندي کولای، د ځان او خپلو بچیانو د ګټې خوندي کول کوم ویاړ نه دی بلکې ویاړ دادی چې د ټولنې ګټې خوندې کړې او په هغې کې د خپل ځان او بچیانو ګټو ته تحقق ورکړې له یوې خوا به د فردي ګټې خوندي شوي وي او له بلې خوا به د دې کړیدلي ملت او جنګ ځپلې هیواد پر وړاندې خپل ملي ، ایماني او وجداني مسوولیت پر ځای کړی وي. تاسو وګورﺉ هغه وخت چې هر افغان بل افغان خپل ورور باله د افغانانو ټولې ملي ګټې او ارزښتونه نه یوازې خوندي وو بلکې د نړۍ د نورو خلکو د ملي ارزښتونو د ساتلو له پاره یو مثال وو، افغانان چې د ملي یوالي په ټغر سره راټول وو، نو هغه مهال یې د نورو ازادې ګانې او ارزښتونه خوندي کول خو له کومې ورځې راهسې چې د افغانانو ترمنځ ځانځانۍ او بیلتون ځای نیولی نو له یوې خوا یې خپل ملي ارزښتونه له لاسه ورکړي او له بلې خوا یې د ژوند په هر ډګر کې نورو ته لاس نیولی دی. اوسنیو حالاتو ته په پام سره ملي یوالی دومره اړین دی لکه د ماهي د ژوند له پاره چې اوبه اړیني دي، مونږ باید په دې کلک باور ولرو چې د ملي یوالي او ملي فکر پرته نه یوازې دا چې خواریږو بلکې د ورکیدو امکان مو هم لیري نه دی، د وخت او حالاتو غوښتنه هم داده چې افغانان دې د ملي یوالي د چتر لاندې سره راټول او خپلو ستونزو ته دې په خپله د حل یوه معقوله او سنجول شوي د لویې مشورتی جرګې له لارې پیدا کړي که نو د ځان په اړه سوچ کول پرته له دې چې زمونږ ستونزې زیاتې کړي بله مانا نه لري. لږ ویښیدل په کار دی د مشورتي لویې جرګې تحریم کول د افغان ملت د ارادې او سولې خلاف عمل دی! په داسې یو ملي تصمیم کې چې د وخت ستره غوښتنه ده، له ګډونه په شا کېدل د هیواد او ولس سره لویه جفا ده !

هر هغه څوک چه د شخصي موخو په هدف د مشورتي لویې جرګې د تحریم کولو هڅه کوي او یا هم د خپلو شخصي غوښتنو لپاره په دولت د فشار راوړلو په هدف د لویې جرګې د تحریم ګواښ کوي هغوي په اصل کې د افغان ولس د سولې دښمنان دي !!!

Comments