هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا خبر ورکړی چې دا ځل د افغانستان د سولې په تړاو ناسته په ازبکستان کې ترسره کیږي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په ازبکستان کې کېدونکې ناسته د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي.
په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو په دوام، دا ځل ازبکستان د يوې سیمه ییزې ناستې تابیا کړې ده.
د سولې شورا وايي٬ په دغه ناسته کې به د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې او د افغانستان د سولې پر بهیر بحث کېږي.
د سولې شورا وایي، افغان حکومت به د هغو طالبانو پرضد ګامونه پورته کړي چې له سولې تېښته کوي او هغه طالبان به سولې ته دعوت کړي چې جګړه پرې تپل شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.