د سولې عالي شورا: د طالبانو لخوا د ممکنه اوربند هر کلی کړی

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، اوربند ان که لنډمهاله هم وي، د طالبانو ډلې، افغان حکومت او امریکا تر منځ د بې باورۍ فضا له منځه وړي.
لنډمهاله اوربند ته د طالب وسله والې ډلې د احتمالي چمتوالي په اړه د راپورنو له خپرېدو سره سم، د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، اوربند کولای شي د افغانانو تر منځ د مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.
د دغې شورا ویاند اسدالله زائري وویل چې د اوربند په اړه د دغې ډلې له مشرانو سره د مشورې په هدف له قطر نه پاکستان ته د طالب پلاوي سفر د سولې په برخه کې یو ستر ګام دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د وسله والو طالبانو یو پلاوی د سولې د هوکړې د لاسلیک په اړه د دغې ډلې له مشرانو سره د مشورې په هدف له قطر نه پاکستان ته تللی.
یو شمېر رسنیو د ځنیو سرچنیو په حواله چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي راپورونه خپاره کړي، چې په طالبانو کې ځینې څېرې په لنډمهاله اوربند سلا دي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې پخوانی غړی داوود کلکاني وايي، طالبان اوس په دې پوهېږي چې له مذاکري پرته بله لار نه لري.
د ښاغلي کلکاني په خبره، د طالبانو له لوري د اوربند اعلان د امریکا او دې ډلې ترمنځ د سولې ځنډول شوی حالت له منځه وړي.
عبید رادپور

Comments