د سولې شورا پلاوی پاکستان ته ځي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکل شوې دافغانستان سولې عالي شورا یو پلاوی پاکستان ته سفر ورکړي.
د سولې عالي شورا سرچینې وایي تراوسه د سفر کره نېټه نه ده مالومه شوې خو د پلاوي استولو پرمسلې کار روان دی.
سرچینې وایي، دغه پلاوی به دافغان سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
سرچینه وایي، دغه سفر له امریکایي چارواکو سره په همغږۍ ترسره کېږي.
سولې شورا وایي، له مخالفینو سره هم اړیکې شوي دي اود سولې ټولې خبرې له دوی سره په همغږۍ ترسره کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments