د سولې شورا له طالبانو وغوښتل چې له جګړو لاس واخلي

comments 0

4 Views

هندوکش – کندهار: د سولې شورا یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو سولي ږغ وکړ، چې له جګړو لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر سي.
د دغه شورا رییس کریم خلیلي په کندهار کې د سولې په اړه یوې جوړې سوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د روانې جګړې قربانیان افغانان دي او باید دغه بحران ته د پای ټکی کېښودل سي.
کریم خلیلي همدا راز وویل، چې بهرنیان په افغانستان کې سوله نه سي راوستلی نو افغانانو ته په کار ده، چې پخپلو کې سره کینې او خپلې ستونزې حل کړي. د خلیلي په خبره له دواړو لورو افغانان وژل کېږي، دواړو لورو ته ځوانان وژل کېږي، دواړو لورو ته مسلمانان وژل کېږي او بهرنیانو ته په دې جګړه کې دومره زیان نه دی اوښتی. هغه ټينګار وکړ، چې بهرنیان به یوازې د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو د سولې په مسایلو کې مداخله نه شي کولی. خلیلي د کندهار له خلکو وغوښتل، چې د سولې له شورا سره همکاري وکړي او طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments