د سولې راتلونکی پړاو دې کندهار کې تر سره شي.

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر وایي:”اوس چې دواړه تیمونه خپلو کورونو ته ستانه شول؛ ښه به وي چې راتلونکۍ پړاو کندهار کې وي. مونږ به له کابله درشو؛ تاسې له اسلام آباده دا زحمت وباسئ. خرقه مبارک جومات کې به ترتیبات ونیسو. پنج ستاره هوټل نه دی خو د تاریخ او تقدس لحاظه به د افغاني، اسلامي او پایدارې سولې لپاره بهتره وي.”
دا په داسې حال کې ده چې دوحه کې د سولې خبرې د شل ورځو لپاره رحصت شوې افغان پلاوي خپل هېواد ته راستانه شول او طالب مشران اسلام اباد ته ولاړل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments