د سولې راتلونکي خبرې په ټاکلي وخت پیل کیږي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې د سولې مذاکراتي ټیمونو د دمې وروسته به د خبرو پاتې پړاوونه پر خپل وخت پیل شي.
یو شمېر سیاسي جریانونه هم پر خپل وخت د سولې دویم پړاو خبرو پر پيلېدو ټینګار کوي او وايي، چې د افغان سولې بهیر نړیواله بڼه خپله کړې او هیڅوک نه شي کولی چې په مذاکرتو کې خپل ملاحظات ولري.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت په داسې حال کې په ټاکلې نېټه د سولې خبرو د پاتې پړاونو د پیلېدو خبر ورکوي چې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال ملا برادر له یوه نهه کسیز پلاوي سره تر اوسه له پاکستاني چارواکو سره په مشورو اخته دی.
ځینې شنونکي په دې باور دي چې ښايي طالبان د پاکستان په فرمایش د افغان سولې او جګړې د برخلیک په اړه له پاکستانه تر راستنېدو وروسته یو نوی پیغام راوړي، ځکه دوی هر څه د پاکستان په خوښه او مشوره کوي، که د افغان جګړې په دوام کې د پاکستان ګټه وه، خو د سولې لپاره به دوی ته سپارښتنه کېږي او که د جګړې دوام یې ګټې خوندي کولې بیا نو د سولې مخ ډب کوي.
ملابرادر په پاکستان کې د نورو پټو مجلسونو ترڅنګ هلته له طالب جنګیالیو سره هم کتلي او هغوی ته ډاډ ورکوي چې پاکستان کې به د دوی بشپړ خدمت کېږي او په وینا یې، دا هېواد د ټولو طالب مشرانو د درملنې او هوساینې مرکز دی.
لا معلومه نه ده چې طالبان به له پاکستانه تر راستنېدو وروسته په کومه هوا کې وي، خو تېر ته په کتو چندان د خیر تمه نه شي ترې کېدای.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments