د سولې د خبرو په تړاو ځينې پوښتنې//عبدالمنان توحیدیار

comments 0

که څه هم نن سبا د طالبانو له لوري د سولې خبرې ډيرې تودې دي او هره ورځ په دې تړاو کله د پرمختګونه او کله د شاته تګونو شاهدان يو خو ځينې پوښتنې شته دي چې ولس يي ځواب غواړي.
طالبانو د مسکو ناسته وکړه، بیا يي په قطر کې د ناستې ترتيبات ونيول چې لغوه شوه، اوس يي ويل چې د پاکستان لومړی وزیر ورسره ګوري او په پآکستان کې به له زلمي خلیلزاد سره وګوري دا ناسته هم لغوه شوه نن مو واوریدل چې جرمني ويلي دي چې په طالبانو کې نفوذ لري او د ناکامه بن دوهمه تجربه تکرارول غواړي:
هغه پوښتنې چې د ډيرو په ذهن کې دي:
۱ـ د طالبانو د بنسټ ايښودونکي او پخواني مشر ملامحمد عمر زوی مولوي يعقوب چیرته دی؟ ولې يي غږ نه راوزي او ولې ورسره مشوره نه کيږي؟ دا هم باید روښانه شي چې مولوي يعقوب د کومې سرغړونې پر بنسټ په پاکستان کې د ننه له کوټې پيښور ته تبعيد شوی دی او اوس مهال د حقاني شبکې تر کلکې څارنې لاندې دی. ولې د حقاني شبکې تر څارنې لاندې وي؟ مولوي يعقوب خو عادي سړی نه دی خپله کورنۍ يي له دې شته امارته ځار کړې، بله مهمه خبره داده چې ولې پر نوموړي په پيښور کې يو ځلې ډزې وشوې او برسيرن ټپي شو؟ که چیرته طالبانو ته ګواښ وي دوی ته خو د خپلو کسانو وژل ډير آسانه دي چې د ملابرادر د کورنۍ قتل عام يي ښه بیلګه ده.
که هرڅومره طالبان دا خبره وکړي چې دوی يو مشر ته ژمن دي او هبت الله د دوی اوسنی مشر او د پريکړې صلاحيت لري باید دا هیره نه کړو چې ملاعمر هم يو څوک وو، زوی يي پلويان لري او ډير خلک ورته تر مرګ وروسته هم درناوی لري نو چې له کورنۍ سره يي داسې بد وضعيت روان وي او زوی يي په تبعيد کې وي نو څنګه به د سولې يو اړخيزې خبرې ګټورې او د افغانستان په ګټه وي.
که مو ياد شي د ملاعمر تر مرګ وروسته طالبان په خپل منځ کې درې ډلې شول چې يوه يي دملاعمر ډله وه، دوهمه د ملااخترمحمد منصور ډله او دریمه هم د ملامنان نیازي ناراضه او باغي ډله خو اوس يوه بله ډله هم ور ډيره شوې او څلورمه ډله د وژل شوي مشر اخترمحمد منصور پلويان دي چې دوی د کوټې شورا له شته مشرتابه سره هم نظره نه دي او د هلمند وژل شوی والي ملامنان يي ژوندۍ بیلګه وه.
د طالبانو خپل منځي بغاوتونه هم نوي نه دي په کندز کې د ملاسلام بغاوت او وژل کيدل، په هلمند کې د ملامنان بغاوت او وژل کيدل، د طالبانو د مفتي شيخ عبدالحکیم بغاوت، د ملاګل آغا نارضايتي، دملارسول ډلې وسله وال بغاوت، له داعش سره د طالبانو د ډيرو غړو لکه مولوي مهدي، مولوي عبدالروف خادم يو ځای کيدل او د سعد امارتي بیعت دا هم ژوندي مثالونه دي.
۲ـ ملابرادر له زندانه خوشې شو، ذبیح الله مجاهد لیکلی وو چې ډير ژر به قطر ته ولاړ شي خو تر اوسه نه قطر ته تلی دی، نه يي مرکه کړې او نه هم روښانه ده چې اوس دا سړی رښتيا د قطر د دفتر مشر دی کنه لاهم د قطر د دفتر پريکړې ملاعباس ستانکزی کوي.
له قراينو خو داسې ښکاري چې آي اس آی ته يوازې او یوازې عباس ستانکزی ډير منل شوی کس دی له همدې امله خو د ملابرادر په رياست کې د مسکو په ناسته کې د طالبانو استازیتوب ملاعباس کاوو، د سولې د مرکچي پلاوي رئيس هم ستانکزی دی او پاکستان ته هم ستانکزي غوښتل چې ولاړ شي.
اوس پوښتنه داده چې ملابرادر چیرته دی؟ رسنۍ خو وايي چې پاکستان بیرته نظر بند کړی دی او طالبانو ددې لپاره چې د خپلو وسله والو مورال يي کمزوری نشي او نورې ډلې پکې پيدا نشي لیکلي دي چې نوموړی په زندان کې د سخت زجر له امله تر درملنې لاندې دی خو په اصل کې درملنه نه بلکه څارنه ده. که رښتيا ته راشو له طالبانو سره د خبرو لغوه کیدو پریکړه هم پاکستان د همدې لپاره کړې چې طالب مشران د عباس ستانکزي پر مديريت خوښ نه دي او د خیرالله خيرخواه په ګډون ډير طالب مشران په دې راضي دي چې ملابرادر له پاکستانۍ څارنې وژغوري او قطر ته ورشي خو ولې پاکستان ملاعباس په يو ځل دومره مهم کړ حال دا چې د عباس پخوانۍ مخينه کمونيستي ده او لور يي اوس په دوبۍ کې د شل ميلیونه ډالرو په ارزښت تجارت لري او دا هغه پيسې دي چې دې ښآغلي د قطر له دفتر څخه تر لاسه کړي دي.
۳ـ ملاعباس ستانکزی ولې مهم شو؟ که مو يآد شي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هغه وخت چې ستانکزی د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وو د شراب نوشۍ په تور رسما ملاعمر منفک کړ خو د پاکستان د ډير فشار له امله بیرته د روغتيا وزارت مرستيال شو، په وروستیو کې بيخي څنډې ته شوی وو دا چې يو وارې را مخکې شو نو په ښکاره ډول ويلی شو چې عباس ستانکزی تر هبت الله او د طالبانو تر جنګي ماشين هم آي اس آی ته ډير منل شوی شخصيت دی.
۴ـ حقاني شبکه: که طالبان څومره هم په خپل منځ کې د وحدت او يوې رهبرۍ د شتون خبره وکړي خو دا يو منل شوی حقيقت دی چې حقاني شبکه په طالبانو کې يو بل پياوړی جوړښت دی چې نه دکوټې شورا پريکړې مني، نه ورسره سلا مشوره کوي او نه هم د کوټې شورا په ستونزو او مشکلاتو باندې چندان چورت خرابوي.
مهمه خبره داده چې د قطر دفتر له لوري د مرکچي پلاوي په ليست کې د بندي انس حقاني نوم ور ډيرول بیا کومه لوبه وه؟ داسې خو به نه وي چې پآکستان د خپل شرم د پټيدا لپاره غواړي پر افغان حکومت فشار وارد کړي چې د برادر په بدل کې باید د حقاني شبکې غړی خوشې شي؟ که چیرته د کوټې شورا له افغانستان سره نه خو له امریکا سره سوله وکړي بیا به د حقاني شبکې برخلیک څنګه کيږي؟ حقاني شبکه د طالبانو اتيا سلنه جګړه پر مخ وړي او د کوټې شورا يوازې د سمبول په ډول په سويلي افغانستان کې لږ او ډير نفوذ لري او نور تقریبا په خنثی حالت کې دي.

Comments