د سولې دښمن سره سوله بې ګټې ده

comments 0

0 Views

لیکوال: نوید احمد څرک
د افغان حکومت دا پریکړه له هرکلي سره مخ ده چې ویلي یې دي، طالبانو د سولې فرصت له لاسه ورکړی او د جګړې سرې کرښې یې ماتې کړې.
افغان حکومت درې کاله طالبانو ته په تمه و چې د سولې لپاره شرایط وړاندې کړي او نور نو له جګړې لاس واخلي، خو دې کاله طالبانو افغان حکومت ته سپک وکتل او په ډاګه به یې اعلامیو کې ویل چې طالبان هیڅ ډول باندې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي.
حکومت په دې کلونو کې په طالبانو زیات رحم کاوه، مرګوني عملیات یې پرې د دې لپاره نه کول چې ممکن د سولې خبرو ته کیني او که سخت عملیات پرې وکړي او زیاته مرګ ژوبله ور واوړي، نو ممکن د سولې خبرې ګډې وډې شي.
اوس چې طالبانو په وروستیو بریدونو سره په ډاګه کړه چې یواځې په افغانستان کې د امریکا او افغان حکومت دښمنان نه، بلکې د ټولو افغانانو دښمنان دي او د ټولو افغانانو له دښمن سره څنګه سوله کوې، هغه کورنۍ طالب سره سوله مني چې هیڅ په هيڅه یې د کورنۍ غړی د طالب په برید کې وژل شوی اوطالب یې پړه منلې.
له طالبانو سره د سولې خبرې په دې هم بې ګټې وې، چې طالبان اوس یوه ډله نه ده او نه هم د یو امر تر امر لاندې جګړه کوي، طالبان په هلمند کې یو ډول په کندهار کې بل، په ننګرهار کې بل اوبدخشان کې بله قومنده لري او دا هیڅ یو یې د ملا هیبة الله مشري او اوامر نه مني.
د طالبانو لویه ډله هم اوس په دې اعتراف کوي چې زیاتې ډلې یې خپلسرې شوي او د شخصي ګټو لپاره جګړه کوي او په خیټه ځان مړوي چې ځینې خو یې په خپلسر له نورو هېوادونو استخباراتي ډلو سره دي او ځینې یې له مافیا سره تړلي، له هغوی امکانات اخلي او د هغوی د ګټو لپاره جګړه کوي.
بله دا چې له طالبانو سره د سولې خبرې ځکه بې ګټي دي چې د طالبانو هر قومندان او هر طالب یې اوس په شخصي بدۍ ککړ دی، په خپله سیمه کې یې یا تربور او یا کلیوال وژلی او هره ورځ د دې امکان شته چې د طالب له اوږې ټوپک ښکته شي، بدل به یې اخلي، طالب له همدې ویرې هم جګړه کوي چې دښمن یې ورته په کمین کې دی.
بله دا چې طالب قومندانان هر یو یې په خپلو سیمو کې د جګړې له درکه زیات عواید لاس ته راوړي او هیڅکله نه غواړي چې د ملا هیبة الله په امر باندې ټوپک له اوږې ښکته کړي او د سولې په نامه دا ګټې له لاسه ورکړي.
که طالب سوله کولای، په مري کې او اسلام اباد کې د درې اړخیزو ناستو له فرصتونو به یې ګټه اخیستی وای او سوله به یې کړی وای، کله به چې هم افغانانو د سولې زیری واورید او څو طالب قومندانان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیناستل، د طالبانو د رسنیز ادرس به ذبیح الله مجاهد اعلامیه خپره کړه او دا به یې رد کړه چې ګنې دوی له حکومت سره د سولې خبرو ته ناست شوي.
بله دا چې تاسو ولیدل په تېرو شپاړس کلونو کې طالبانو ټول هغه قومندانان وژلي او یا یې له صفونو شړلي چې د سولې خبرو ته لیواله و او د جګړې پر ځای یې سوله باندې ټینګار کو.
ملا رسول ډلې چې کله درک چې د جګړې قربانیان یې افغانان اوجګړه پردۍ ده د سولې خبرو باندې تمرکز کو او جګړه یې بې ګټې بلله، نو د ملا رسول د ترور هڅه وشوه او بیا یې خپله ډله له ملا هیبة الله بیله کړه.
طالبانو خپل لسګونه قومندانان، په پيښور، کویټه، کراچې اسلام اباد او افغانستان کې ترور کړل چې د جګړې پر ځای به یې سوله غوره ګڼله ، نو کله چې طالب خپل قومندان وژني، نو بیا سوله د څه لپاره او د سولې خبرې به څه ګټه ورکړي.
همدې پورته تحلیل ته په کتو د افغان حکومت دا پریکړه پرځای ده چې طالبانو سره د سولې پرځای جګړه وکړي، ځکه که د طالبانو له یوې ډلې سره سوله وکړي، نورې ډلې یې سولې ته نه راځي، ځکه هغوی شخصي بدۍ اخیستي او یو یې هم ځان مصوون نه احساسوي او نه غواړي چې د جګړې له درکه د عوایدو سرچینې یې بندې شي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply