د سولې حرکت: ایران دې افغان وژنه او سرحدي مداخله بنده کړي

comments 0

هندوکش ــ نیمرزو: د سولې ولسي خوځښت پر ایران غږ کړی چې نیمروز ولایت کې دې پر ناټاکل شوې پوله دې د افغانستان خاوره کې مداخله نه کوي.
د سولې ولسي خوځښت چې دا مهال په نیمروز کې دی، پر ایران یې غږ کړی چې افغان وژنه دې بس کړي او د افغانستان په چارو کې دې له مداخلې لاس واخلي.
په دغه لاریون کي یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو اړخونو د وینو نه تویولو او اوربند کولو غوښتنه وشوه.
د امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت په وار وار داسې اسناد وړاندې کړي، چې ایران د ترهګرو طالبانو سره د جنګي مهماتو تر څنګ د پیسو مرسته هم کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې ولسي حرکت همدغه غړي چې اوس نیمروز ته تللي دي، څو ورځې وړاندې له هرات څخه د فراه پر لاره وو چې طالبانو د څو ورځو لپاره له ځان سره برمته وساتل.
امیر حسین سلجوقي

Comments