د سولې برخه کې نوې هڅه؛ ولایتونو کې د سولې سیمه ییز دفترونه پرانېستل کېږي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت پرېکړه کړې چې په ولایتونو کې خپل دفترونه پرانېزي.
دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ولایتي شورا له رییسانو سره په ویډیويي کنفرانس کې ویلي، د دې دفترونو په پرانېستې سره هڅه کوي چې د سولې په برخه کې د خلکو ونډه لا زیاته شي.
په خبرپاڼه کې همدا ډول د سولې پر ټول ګډون‌والی هم ټینګار شوی دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سولې د پیاوړتیا لپاره د ولایتي شوراګانو او د خلکو د استازو ونډه مهمه ده او په هیڅ ډول به بابیزه و نه ګڼل شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ټینګار کړی چې د سولې بهیر باید روښانه او د خلکو سره په مشوره مخته ولاړ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments