د سولی دښمنانو پرون په کابل کی د امرالله صالح باندی بمي برید و کړ

comments 0

هندوکش _ کابل: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په دغې چاودنه کې چې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل،‌ برسېرن ټپي شو.
په کابل کې د وږي په ۱۹مه د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په کاروان له یوې چاودنې څخه وروسته د لوګي یوه غوړسکه پورته کېږي. صالح ژوندی پاتې او برسبرن ټپي شو، دا په داسې حال کې چې د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکي مرکچیان او طالبان دې ته تیاری کوي چې په قطر کې د سولې د خبرو لپاره سره وګوري.
په کابل کې شوی برید په چټک ډول وغندل شو او دا یوه داسې هڅه وبلل شوه چې غواړي د سولې پروسه ټکنۍ کړي. جګپوړو افغان او بهرنیو چارواکو د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه څو د دواړو جګړه مارو لوریو تر منځ مذاکرات بریالي شي.
له چاودنې څخه لږ وروسته په فیسبوک باندې خپره شوې یوه ویډیو کې، صالح ،چې د طالبانو یو ښکاره منتقد دی، وویل چې هغه خپل دفتر ته روان وو چې په کاروان باندې یې برید وشو.
صالح په داسې حال کې چې په چپ لاس یې پټۍ لګېدلې وه، وویل، «زه ښه یم، خو زما ځینې ساتونکي ټپي شوي دي. زما زوی چې له ما سره په موټر کې وو، او زه دواړه ښه یو.
هغه وویل، «زما مخ او لاس یو څه سوزېدلي دي. چاودنه قوي وه».
د کورنیو چارو وزارت وویل، بم هغه مهال له لیرې څخه وچول شو چې د صالح کاروان تیریدو.
د دغه وزارت ویاند طارق آرین د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل، «له بده مرغه چې ۱۰ ملکي کسان چې اکثر یې داسې خلک ول چې په سیمه کې یې کار کاوه ووژل شول او د ولسمشر د مرستیال د یو شمیر ساتونکیو په ګډون ۱۵ نور ټپیان شول.»
طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړل.
عبدالله چې په همدې سیمه کې دوکان کوي وویل چې چاودنې د هغه د دوکان کړکۍ ماتې کړې.
هغه وویل، «یوه دوکان چې د ګازو ډبې یې خرڅولې هم اور واخیست چې په نتیجه کې یې ډبې وچاودېدلې».
دا لومړی ځل نه دی چې په صالح باندې داسې برید کیږي.
هغه تېر کال هم د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه مخکې له یوې مرګوني برید څخه ژوندی ووت. په هغه برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان، چې ډېری یې ملکیان ول، ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول. په تیر برید کې یوه ځانمرګي بریدګر او وسله والو سړیو په کابل کې د هغه په دفتر باندې برید کړی وو.
صالح طلوع نیوز ته وویل، «د طالبانو لپاره لومړۍ ازموینه اوربند دی. که هغوی اوربند ومني، هغوی سولې ته ژمن دي. که نه، نه دي».
عبیدا رادپور

Comments