د سوله غوښتونکو کاروان له تورخم راواوښت

comments 0

هندوکش – پاکستان: له پاکستان او خیبر پښتونخوا څخه د سولې پیغام راوړونکي افغان کډوال له تورخم راواوښتل.
دغه اوه کسیزه ډله له پېښور را روانه شوې او د تورخم جلال اباد له لارې به تر کابل ورسیږي.
دوی په تورخم کې رسنیو ته وویل چې د سولې پیغام به کابل ته ورسوي او له طالبانو به وغواړي چې له حکومت سره سوله وکړي.
دوی وایي په پاکستان کې د نورو افغان کډوالو په استازيتوب یي حرکت پیل کړی دی.
اټکل کیږي چې له دې کاروان سره به جلال اباد کې هم ځینې کسان یو ځای شي او د کابل پر لور به پلی مزل وکړي.
دادان وزیري

Comments