د سوریې په جګړې کې تر ۲۰۰۰ ډیر افغانان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – ایران: ایراني رسنیو سره په مرکې کې يوه چارواکي او د فاطميون لوا يوه رضاکار غړي وویل چې ایران لخوا د فاطمیون لوا په چوکات کې سوریې ته د استول شویو افغانان تر ۲۰۰۰ ډیر شهیدان شوي دي.
د فاطمیون لوا کلتوري مسوول زُهير مجاهد ويلي، دغه لوا له پنځو کلونو راهيسې د سوريې په جګړه کې برخه لري.
د ایراني رسنیو په وینا، دغې لوا تر اوسه د دين لپاره له ٢٠٠٠ زيات شهيدان او ٨٠٠٠ نور ټپيان ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، له رسنيو يې د سوريې په جګړه کې د افغانانو د وژل کېدو راپورونه اورېدلي، خو تر اوسه په دې اړه دقيق ارقام نه‌لري.
تردې وړاندې همداسې ریپورتونه په رسنیو کې کته او پورته شوي وو خو دا لومړې ځل دې چې د فاطمیون لوا د کلتوري څانګې مسوول دا مني چې د سوریې په جګړې کې تر دو زرو ډیر افغانان شهیدان شوي دي.
وحید امان

Comments

Leave a Reply