د سوريي له جګړې وروسته د فاطمیون غړي افغانستان ته راغلي

comments 0

هندوکش – کابل: داسې راپورنه ورکول شوي چې د سوريي له خونړۍ جګړې وروسته د فاطمیون لس زره افغان غړي افغانستان ته راغلي دا چې موخه يې خپل هېواد ته ستېدل او که بل څه دي دا به راتلوونکي وښيې خو خلک يې په اندېښنه کې کړي.
اسوشټېډ پرېس امریکا يي اژانس خبر ورکړی چې په سوریه کې د فاطمیون لوا لپاره افغان جنګیدلي شعیه افغانستان ته په ستنیدو دي. په ورته وخت کې ایران کې مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ویلي وو، د فاطمیون لوا کې وژل شوي افغانان تر نورو غوره دي او د هغوی د خواخوږي لپاره يې ددې افغانانو له کورنیو سره لیدلي وو.
دا چې ددې کسانو راتګ افغانستان ته څومره ګواښ دی لا مالومه نه ده تراوسه افغان دولت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو ښايي چې عسک العمل به ښکاره کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي اسوشټېډ پریس ته ویلي وو، چې څه باندې ۱۵ زره افغانانو په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم د دفاع لپاره جګړه کوله او له دې ډلې لس زره یې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي، دغه سرچینې د یادو کسانو د راستنېدو په اړه اندېښنه هم څرګنده کړې ده.
له دې څخه په څرګند ډول مالومیږي چې د افغانستان امنیتي سکتور هم ددې کسانو په راتګ اطلاعات لري او داهم کیدایشي چې ددې کسانو راتګ افغانستان لپاره یو لوی ګواښ و اوسي.
ددې اژانس د خبر په حواله ویل شوي افغانستان ته د راستانه شویو کسانو ژوند خوندي نه دی او باید یوه چاره وشي

اسوشټېډ پرېس له څو دغه ډول کسانو سره مرکې کړې دي او دوی ورته ویلي چې ژوند ته یې خطر متوجه دی او له ګواښونو سره مخ دي.
فاطمیون ډله د ایران دولت له لوري جوړه شوې ډله ده او په جګړه ایزو مواردو کې ددوی ملاتړ ورسره دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments