د سوداګړۍ خونې د صادراتو ملي ستراتیژي جوړه کړه

comments 0

هندوکش – کابل: د سوداګریو وزارت وایي که څه هم اوسمهال د معیاري او کیفیت سند نشتو یو خنډ دې خو، له اوږدو بحثونو وروسته د صادراتو ملي ستراتېژي جوړه شوه، چې پر بنسټ به یې د صادراتو کچه لوړه او صادارتي توکو ته بازار وموندل شي.
د یاد وزارت چارواکو په وینا، د دغې ستراتېژۍ له مخې به د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شي او صادرات به مو پر نړیوالو معیارونو دغو بازارونو ته ولېږدول شي.
د سوداګرۍ وزیر همایون رسا پرون وویل: «له دې ستراتېژۍ سره مو د تولیداتو کیفیت ښه کېږي او سوداګرو ته به ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي.»
په هېواد کې د سوداګریز بیلانس رالوېدل هغه څه دي چې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم پرې اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د صادراتو د ملي ستراتېژي له پلي کېدو سره به تر یوه بریده دغه ستونزه حل شي.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي چې دغه ستراتېژي به مو صادرات ډېر کړي، چې له امله به یې د هېواد اقتصادي وده رامنځته او سوله او امنیت به خوندي شي.
که څه هم د سوداګرۍ خونه له دغې ستراتېژۍ هر کلی کوي؛ خو د تولیداتو د معیار نشتوالی او د کیفیت د سند نشتون هغه ستونزې په ګوته کوي، چې د صادراتو په وړاندې ستر خنډ ګڼل کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments