د سوداګرۍ پراختیا پر ثبات اغیز لري

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې د ایران او هند سفارتونو ویلي، د چابهار بندر پرانستل د افغانستان، هند او ایران د ګډو هڅو پایله ده.
کابل کې د ایران سفیر علي رضا بهرامي وویل، سیمه ییز ګډون، له رقابت او تاوتریخوالي ډډه کول او سیمه ییزه پراختیا، د چابهار پیغام دی.
بهرامي وویل، د افغانستان اړیکې له ایران سره په لوړه کچه دي او دا اړیکې د دولت په دولت د اصل، متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ دي.
له دې سره کابل کې د هند سفیر ویني کمار وویل، هېواد یې پر سیمه ییزې همکارۍ او ګډون تمرکز کوي.
کمار زیاته کړه، هندوستان به نه یواځې د افغانستان د اقتصادي ودې، بلکې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې هم خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments