د سوداګرۍ وزیر استعفا ورکړې

comments 0

هندوکش – کابل: ویل کېږي د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا ولسمشرۍ ماڼۍ ته خپله استعفاء ورکړې ده.
د استعفاء لامل د همایون رسا او ولسمشر غني ترمنځ ځينې اختلافونه او په سوداګرۍ وزارت کې د ځینو لوړپوړو دولتي چارواکو بې ځایه لاسوهنه په ګوته شوې.
له دې وړاندې د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري هم د ارګ له ځینو چارواکو سره د اختلافات له امله استعفاء ورکړه.
دغه راز د یو بل خبر له مخې د ارګ ځانګړي ګارد د اوبو او برښنا وزیر علي عثماني مخه نیولې، د هغه دفتر یې مهر ولاک کړی او نوموړی یې کور ته لېږلی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments