د سوداګرۍ وزارت: دکندهار دسوداګرانو ستونزې به ډیر ژر حل کړو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي چې ډیر ژړ به د کندهار دسوداګرو ستونزو ته حل لاره پیدا کړو.
د کندهار ولایت د ستونزو اوریدلو په موخه د سوداګرۍ وزارت مرستیالې کاملې صدیقي د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته سفر کړې وو چې د سوداګرو استونزې اوړیدلي دي
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وویل، کندهار یو تجارتي، زراعتي او صنعتي ولایت دی، خو دلته په سوداګریزه برخه کې ډېرې ستونزې شته چې باید حل شي.
نوموړي د بریښنا کمښت ته په اشاره وویل یادې شوې درې واړه(تجارت، زراعت، سوداګرې) برخې یې اغېزمنې کړې دي.
د سوداګرۍ وزارت مرستیالې کاملې صدیقي وویل، کندهار ته یې د سفر موخه د سوداګرو د ستونزو اورېدل او تر ولسمشر پورې رسول دي.
نوموړې زیاته کړه، مرکز تل کندهار ته پاملرنه کوي ځکه د دغه ولایت سوداګرو د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان نوم د سوداګرۍ او تجارت په برخه کې ځلولی دی.
یاده دي وي چې اوس مهال کندهار نه په مستقیمه توګه میوې او داسې نور صادراتي توګې استول کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply