د سوداګرۍ ملي پالیسي او هیله مندي / غازي ځدران

comments 0

د ولسمشر غني په مشرۍ له لومړي سره زیات تمرکز په سوداګرۍ او اقتصاد دی او په دې برخه کې زیات کار شوی چې ځینې سمدستي اغیز پیدا کړی او ځینې اوږدې مودې ته اړتیا لري چې اغیزې یې ښکاره شي.

د سوداګرۍ په برخه کې تازه ګام دا دی چې د سوداګرۍ ملي پالیسي بشپړه شوه او په تطبیق سره به يې افغانستان له سوداګریز او ټرانزیټي انحصار څخه خلاص شي.
دا پالیسې د پنځه کلونو لپاره جوړه شوې او په لومړنۍ مشورتي غونډه کې حکومت پانګوالو او نړیوالې ټولنې سره ژمنه وکړه،چې د هېواد اقتصادي ځان بسیاینې لپاره به دا پالیسې عملي کوي.
په افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز، اروپایې ټولنې ،حکومتي مسوولین او خصوصي سکتور استازې د دې پالیسۍ د بشپړیدو په پآر کابل کې ګډه غونډه جوړه کړې وه او ټولو باور وښود چې د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د سوداګرۍ او سوداګرو وضعیت تر پخوا څو چنده ښه شي.

ددې پالیسې په عملي کیدو به افغانستان کې د پانګونې، وارداتو او صادراتو اړتیاوې مشخص او له ګاونډیو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ  ستونزې کمې شي او حکومت په دې برخه کې ژمنه کړې چې په شفاف او مسلکي ډول به یې پلي کوي چې څنګه کیدای شي د سوداګرو اوسنۍ ستونزې کمې شي.

په نړیواله سوداګرۍ او صادارتو کې د ولسمشر سلاکار والفګنګ پلازا چې په غونډه کې یې برخه درلوده او ویناوال و باور وښود چېدا پالیسي د سوداګرۍ او ټرانزیټ شپږ مهمې برخې لري چې په تطبیق به یې افغانستان له اوسني جغرافیوي انحصار بیرون شي.
کابل کې د اروپایې ټولنې اقتصادي برخې مشر موریزیوشن افغانستان کې اداري فساد او په ټرانزیټ کې له  افغانانو سره د ګاونډیو ناسم چلند ستونزې ګڼي، خو د حل لپاره یې د ګډې مبارزې ټینګار کوي.

موریزیوشن ډاډ وښود چې افغانان د تاریخ لمخې سوداګرۍ کې ښه نوم او ځای لري،خو اوس اداري فساد او د ګاونډیو غلطو کړنو سوداګري او پانګونه زیانمنه کړې.

موریزیوشن په خبره، افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب اخیستی او دا غړیتوب یو لړ شرطونه او ګټې هم لري چې باید کار ورته وشي.

د دې پالیسۍ له بشپړیدو سره افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز له افغان حکومت سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اسانتیاو برابرولو ټټر ووهه او ډاډ یې څرګند کړ چې د دې پالیسي په تطبیق سره افغانستان له نورو هېوادونو سره هم سوداګري پراخه، اسانه او ارزانه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ ملي پالیسي له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۳ کال لپاره جوړه شوې،خو د اقتصادي عالي شورا تصویب ته اړتیا لري، دا پالیسي له سوداګرو او سوداګریزو بنسټونو سره په سلا مشورو جوړه شوې او د ټولو هغوستونزو حل پکې رانغاړل شوی چې سوداګر یې له کلونو راهیسې لري او سوداګري یې ورته ټکنۍ کړې ده.

دوه زره او اتلسم کال ته یواځې یوه میاشت پاتې ده او د یوې میاشتې په فرصت کې د دې پالیسۍ د تصویب تر څنګ نور کار هم وشي چې د دې پالیسۍ له تطبیق وړاندې ورته ضرورت دی.

افغانستان د اسیا په څلور لارې یادیږي او ولسمشر غني په خپل ماموریت کې ژمنه او کار کړی چې دا څلور لارې به رغوي او ټول هېوادونه به اړ کوي چې له دې څلور لارې تېر شي.

په تېرو څو کلونو کې د سوداګرۍ لپاره ملي پالیسي نه وه چې په بنسټ یې سوداګرۍ پرمختګ کړی وای، پراخه شوی وای او د سوداګرو ستونزې حل شوی وای، خو دا دی اوس حکومت په دې بریالی شوی چې دا پالیسي بشپړه او د تطبیق لپاره یې له لنډو او اسانه لارو کار واخلي، څو د سوداګرۍ پروړاندې پراته خنډونه له منځه لاړ شي.

افغان حکومت اوس په دې برخه کې د خلکو ملاتړ ته ضرورت لري چې څنګه مخکې لاړ شي او هېواد ځان بساینې خواته بوځي، افغانستان کې د حکومت لوی مشکل اقتصادي مافیا ده چې نه پریږدي، حکومت د قانوني لارو قانوني سوداګري وکړي، ځکه په ناقانونه سوداګرۍ کې یواځې مافیا پيسې لاس ته راوړي او ملي بودجې ته یې ډيره ګټه نه رسیږي.

مافیا به هڅه وکړي چې د سوداګرۍ د پراختیا او قانوني کیدو لپاره خنډونه پيدا کړي، خو د خلکو ملاتړ له حکومت سره کولای شي افغانستان په سیمه او نړۍ کې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ له لارې ونښلوي، اړیکې پراخه کړي او د سوداګرۍ له لارې په لاس راغلو پيسوباندې عواید لوړ کړي چې په بهرنیانو تکیه کمه شي.

اقتصادي او نورو ډول ډول مافیاوو چې په افغانستان کې پراخې ریښې لري، تل د عامو خلکو له احساساتو ناوړه ګټنه کړي او د عامو خلکو څخه په ګټنې یې پرحکومت فشارونه راوړي چې له ملي برنامو او ملي پروژو یې راوګرځوي.

Comments

Leave a Reply