د سوداګرۍ خونه: له نورو هېوادونو د توکو لېږد نورمال حالت ته ګرځیدلی، هېوادوال دې اندېښنه نه کوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دي، چې د بندرونو له لارې د توکو ليږد راليږد نورمال حالت ته ګرځېدلى دى او هېوادوال دې د توکو د کمښت اندېښنه نه کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي، چې د دوى په هڅو او د ټرانسپورټ وزارت په همکارۍ له ترکمنستان سره د بندرونو له لارې د توکو ليږد راليږد عادي حالت ته راګرځېدلى او تګ راتګ جريان لري.
په دغه خبرتيا کې ليکي، هېوادوالو چې د کورونا له وېرئ د لومړنيو موادو د کمښت له امله اندېښنه لرله ډاډ ورکوو، چې د اتاق غړي او متشبثين هڅه کوي چې د ډېرو توکو په وارداتو سره د بيو د لوړوالي مخنيوى وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورونا ويروس او له دې ويرې چې له نورو هېوادونو سره به ټولې لارې وتړل شي، په پلازمېنه کابل او ځينو ولايتونو کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.
د معلوماتو تر مخه، نه يوازې دا چې د اوړو او بورې بوجۍ دوه سوه افغانۍ شاوخوا بيې لوړې شوې دي، بلکې نور خوراکي توکي هم ګران شوي دي او همدا راز خلک هم هڅه کوي تر څو ډېر خوراکي توکي خپلو کورونو ته واخلي.
په کابل او جلال اباد کې بيا خلک له دې حالته سر ټکوي او وايي، چې دوکانداران او سوداګر خلک لوټي او بايد حکومت د بيو د لوړولو مخنيوى وکړي.
په ټولنيزو رسنيو کې هم خلکو د بيو د لوړولو په اړه نيوکې کړې دي او وايي، چې کورونا ويروس به په افغانستان کې دومره خپور شي او که نه، خو د بيو لوړوالى به خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments