‘د سوداګریزو بانکونو د پور په ورکړه کې د ځنډېدو جریمه بخښل کېږي’

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان بانک د بانکونو له ټولنې سره په هغه طرحه کار کوي چې له مخې یې د راپور په ورکولو کې د ځنډ له امله جریمه وبخښل شي.
یو شمېر کوچني سوداګر چې له بانکونو یې قرضې اخیستي اوس مهال د پیسو میاشتنۍ ورکړې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وایي د قرنطین پر مهال چې کاروبارونه یې په ټپه ولاړ دي د دغه میاشتنیو پیسو د ورکړې توان نه لري.
فریدون چې ۳۲ کاله عمر لري د کابل په کارته نو سیمه کې ژوند کوي.
نوموړي د کراچۍ د پېر لپاره له بانکه ۳۰ زره افغانۍ پور اخستی خو وایي د قرنطین له امله له تېرو درېیو اوونیو په کور ناست دی خو بانک د میاشتنۍ پیسو په ورکړه ټینګار کوي.
په همدې حال کې د افغانستان بانک وایي په داسې طرحه کار کوي چې له مخې یې دغه بانک ته د راپور ورکولو پر مهال د ځنډ له امله جریمه وبخښل شي او دا پروسه به د روان کال د جون تر اخره دوام ولري.
د دې بانک ویاند شریف الله شګیوال وویل چې یوازې جریمه بخښل کېږي خو پور ورکونکي به خپلې میاشتنۍ پیسې تحویولوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments