د سعودي ناستې ته د اجرایه ریاست تمه

comments 0

هندوکش – کابل: اجرایه ریاست تمه لري چې نړیوال به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.
که څه هم طالبانو رد کړې چې له افغان حکومت سره به خبرې کوي، خو اجرایه ریاست تمه لري چې په سعودي کې به طالبان له دوی سره وګوري.
اجرایه ریاست ویلي، نړیوال په دې کار کوي چې څنګه کېدای شي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي.
خو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې نه یې په ابو ظبۍ کې له افغان حکومت سره کتلي او نه به هم په جده ښاهر کې ورسره وګوري.
د طالبانو د کوېټې د شورا یوه غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، راتلونکې جنوري میاشت کې په سعودي عربستان کې بیا له امریکايي چارواکو سره ګوري، څو پرهغو مسایلو خبرې وکړي چې په مخکینۍ د ابوظبۍ په غونډه کې پرې کومې پایلې ته نه ‌وو رسېدلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments