د سعودي ائتلافي ځواکونو په بمباریو کې یولس یمنیان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – یمن: یمن پلوو ورځپاڼو لیکي چې، د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځواکونو یمن کې ۱۱کسان وژلي او ګن شمیر نور ټپیان شوي هم دي.
په یمن کې د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د ایتلافي ځواکونو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي.
چارواکي وایي دا بریدونه پرون د یمن په پلازمېنه کې د وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو کې شوي دي.
د ځایي روغتونونو مسوولینو ویلي چې دا بریدونه په یو ښوونځي شوي دي او زیاتره قربانیان یې ماشومان دي. د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف بیا په یاده سیمه کې د هوایي بریدونو راپورونه رد کړي دي.
محمد حنیف بیدار

Comments