د سر درد ډولونه

comments 0

0 Views

1. مګرن یا نیم سری سر دردي : دسر په يو برخه کي سخت او شديد درد وي د ږغ او روښنايي په مقابل کي حساس وي سرچرخي او خواګرځي ورسره وي درد د 4 او 72 ساعتو تر منځ تغير خوري په ارام او تاريک ځاي کي درد کميږي او مختلف سببونه لري چه پيج يي مکمل معلومات سته ويتامين دولس 12 او اوميګاغوړي ورته ګتوردي.
2. فشاري درد : شديد درد ندي, هميشه نه وي په سر او غاړه کي دفشار او درندوالي حس ورسره وي په عمومي ډول دوه طرفه وي خواګرځي نسته ورسره د ږغ او روښنايي په مقابل کي حساسيت نه وي په عمومي صورت سببونه يي بي خوبي ,تشويش اوخفګان وي او د درد په دواګانو سره کميږي .
3. سينس درد يا د پزي دخاليګاو ډکيدلو درد : شديد درد دي دپزي په شاوخوا کي وي او تر سترګو پوري رسيږي دپزي د ډکوالي حس دپزي څخه مايع اوبه تلل او کله کله د خولي بوي هم ورسره وي سببونه يي دپزي په شاوخوا کي دخاليګاو ډکيدل او التهاب دي دميوي اوبه ويتامين سي اوشين چاي ګټه ورته کوي همدارنګه پرمخ ګرمي اوبه استعمال دخاليګاو دخلاصيدو او د درد په کميدو کمک کوي.
4. کلستر سردردي :معمولا په يوه سترګه اوشاوخواکي واقع کيږي ، د کلستر سردردي کیدا شي ناڅاپه پیداشی او د سر ديو لوري سخت او دیوه مساعد درد سبب شي. د کلستر سردردی سترګو اوښکی او د پزې بهېدل ورسره وی . لامل معلوم نه دی، خو دعصبی رشتی سره ارتباط لری. د capsaicin cream گتور ورته تمامیژی
5. دالرژي ماډل سر درد : دسترګو اوښکي دسترګو خارشت او دپزي د ډکوالي حس ورسره وي عموما د الرژيک مادي تر تماس ورسته سر دردي او الرژي شروع شي. دالرژ مکمله ليکنه په پاڼه کي سته .
6. دحيض يا مياشتني دوري سردرد : په ځينو ښځو کي دمياشتني دوري دشروع کيدو لږ مخکي سر درد ورپيداکيږي چه سبب يي هرمونيک تغيرات دي .

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply