د سریلانکا په پروني برید کې تر 300 ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – سریلانکا: د سریلانکا ځايي رسنۍ وایي چې، په سریلانکا کې د درنو چاودنو له امله تر 200 پورې کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې تیره ورځ د سریلانکا په پلازمینه کې په دوو هوټلونو او درېیو کلیساګانو کې چاودنې شوې دي.
د شمېرو له مخې په دغه چاودنو کې تر ۳۰۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لومړني راپورونه ښيي چې په پېښه کې 200 کسان وژل شوي خو حکومتي چارواکو د دېرشو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. سرچینې همدا راز وایي چې په دغه ټولو چاودنو کې تر 285 ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی. حکومتي چارواکي وايي چې د خلکو دامنیت لپاره یې تدابیر جدي کړي دي او ددغه پېښو پلټنه پيل شوې ده.
محمد حنیف بیدار

Comments