د سرپل او جوزجان ولایت پرلویه لاره ۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ سرپل: د سرپل ولایت ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې افغان ځواکونو د جوزجان _سرپل ولایتونو په لویه لاره تصفیوي عملیات پیل کړي، چې په پایله کې یاده لویه لاره د طالبانو له شتون څخه په بشپړ ډول پاکه او طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.
چارواکي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې ۹ تنه طالب وسلوال وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
امنیتي چارواکو وایي، چې وسلوالو طالبانو له څه مودې راهیسې په یادې لویې لارې د پلټنې مرکزونه جوړ کړي او له خلکو څخه به یې په زوره پیسې او قیمتي توکي اخیستل.
عاطفه مصمم

Comments