د سروبي اوسیدونکي: اوسنی نظام د افغانانو په قربانیو جوړ شوی؛ د تېر تاریخ تکرار نه غواړو

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کابل په سروبي ولسوالي کې د یادې ولسوالي ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني ټولنو له لوري د جمهوریت او ملي پوځ په ملاتړ لاریون ترسره شو.
دوی د عباس ستانکزي د هغو خبرو په غبرګون کې لاریون وکړ، چې په افغانستان کې یې اوسنی نظام د سولې پر وړاندې خنډ بللی و.
د سروبي اوسېدونکو اوسني نظام د افغانانو په قربانیو جوړ شوی او زیاته یې کړه، چې هیچاته به حق ورنکړي، تر څو د دې نظام پر وړاندې راپورته شي.
دوی د طالبانو څرګندونې د پردیو اجنډا یاده کړه او زیاته یې کړه، چې افغانان به بیا هیڅ وخت تېر تاریخ ته ورستانه نشي.
د یادې ولسوالۍ دیني او قومي مشرانو جمهوریت د ځان او هېواد لپاره سره کرښه یاد کړ او ځانونه یې د هېواد دفاع ته چمتو وبلل.
باید یاده شي، چې په مسکو کې د عباس ستانکزي له څرګندونو وروسته په ټول هېواد کې د جمهوریت په ننګه پراخې غونډې او لاریونونه ترسره شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments