د سرطان ناروغیو درملنې لپاره مرکز جوړیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې هرکال ۲۰زره افغانان په سرطان اخته کېږي چې پنځلس زره یې مړه کیږي.
په سرطان د اخته ناروغانو اکثره یې میرمنې دي چې کمې یې له مرګ ژغورل کیږي او زیاتې نورې مړې کیږي.
اوس روغتیا وزارت د امریکا له ګلوبل میډیکل پارټنر سره د ۲۵ میلونو ډالرو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به د سرطان درملنې یو ستر مرکز جوړوي.
دا مرکز د کابل په جمهوریت روغتون کې جوړیږي چې یو کال کې به یې کارونه بشپړ شي.
د روغتیا وزارت تمه لري چې د دې مرکز په جوړیدو سره به له یوې خوا ناروغان له بهرنیو هېوادونو راوګرځي او له بلې خوا به د سرطان ناروغیو له امله د مرګ ګواښ کم شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments