د سردار داوود خان روغتون يو شمېر چارواکي په بند محکوم شول

comments 0

هندوکش-کابل د سردار محمد داود خان د پوځي روغتون او د صحیه ریاست يو شمېر مسئولان، په دې روغتون د داعش وسله والو د خونړي بريد پر مهال د وظيفوي غفلت له امله پر حبس محکوم شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي:« چې عسکري مرکزي ابتدائيه محکمې د ستر درستيز د صحيه قومندان تورن جنرال عبدالرازق سياوش او د اردو د صحيه قومندانۍ د ارکان حرب رئیس برید جنرال عبدالسلام نجرابي، هر یو په یو – یو کال حبس محکوم کړي دي».
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې به د خپل حبس موده په نظامي قطعه کې تېروي. سرچينې زياته کړې چې «د طبي علومو د اکاډمۍ پر قوماندان برید جنرال سید عباس منگل، د الزام د کافي دلايلو د نشتون له امله نوموړي ته برئت ورکړل شوی دی».
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي، چې «د طبي حمايي د قومندانۍ مشر برید جنرال عبدالکبار، د دې قومندانۍ د ارکانو رئیس ډگرمن صلاح الدین، د قوماندانۍ مرستیال ډگروال رسول محمد، د صحیه قوماندانۍ د استخباراتو ضد مدیر ډگروال میر احمد او د طبي علومو د اکاډمۍ د استخباراتو مدیر ډگروال ظفر خان د وظیفوي غفلت په تور هر یو په دوه – دوه کله تنفيذي بند محکوم شوي، چې دوی به هم د عسکري جزا د قانون د حکم له مخې د خپل حبس موده په قطعه کې بشپړوي».
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یو منصبدار، یو بریدمل او د روغتون یو بل توظیف شوی سرتیری هم له یو تر یو نیم کاله پورې په قطعه کې په حبس محکوم شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د تېر لمريز کال په کب مياشت کې داعش ته منسوبو وسله والو پر شهيد سردار محمد داوودخان روغتون بريد وکړ، چې د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې يې ۴۹ تنه ووژل او ۶۳ نور يې ټپيان کړل. وژل شوي او ټپيان ټول ډاکټران، نرسان او ناروغان وو.
سپوژمې پوپل زی

Comments

Leave a Reply