د سرتېري ګیله

comments 0

لیکوال: نوید احمد څرک
نامرده او بې رحمه دښمن لپاره هر کله سرتېری مجهز دی، د ډوډۍ، لمانځه، ناستې ولاړې پرمهال او ان د شپې خوب هم له پرتلې، بوټانو، زرې او ټاپ سره کوي چې داسې نه نامرده دښمن بیا کومه ډله افغانانو د وژلو لپآره پلان نه وي جوړ کړی.
سرتېری هغه ورځ زیات خجالت وي چې برید ته په ځنډ ورسیږي، هغه ورځ ډیر مایوسه او ځان ورته مات ښکاري چې دښمن یې لکه بې رحمه قصاب زیات افغانان له تېغه تېر کړي وي، سرتېري ته هغه وخت ځان کمزوری ښکاره شي چې دښمن یې هېوادوال یرغمل کړي وي او دی هیڅ نه شي کولای.
سرتيری هغه ساعت ډير دردیږي چې د ځان د فدا کیدو لپاره چمتو وي، خو قومندان یې ورته امر نه ورکوي چې قاتل ته خپل قوت او میړانه وښيي، یا له ځانه تېر شي او یا له ځان سره نور یرغمل افغانان روغ رمټ راخلاص کړي.
سرتېری هره ورځ له همدې انديښنو سره خوبونه کوي چې اوس به بیا پرې غږ کیږي چې هلی!! په فلاني سیمه کې ډله ییز برید شوی او هلته زیات شمېر افغانانو ژوند له خطر سره مخ دی، شپه له همدې انديښنو سره سبا کوي او د ورځې بیا د همدې بریدونو او همدې غږ سره یو ځای ماښام کوي.
سرتېری د خپلو افغانانو د ژغورلو لپاره ژوند فدا کوي، کورنۍ، اولادونه، خپلوان او دوستان یې فکر کې نه ګرځي، بس دا یې ارمان وي چې داسې میړانه وکړي چې ټول یې یاد کړي او لسګونه افغانان د وحشي دښمن له مرمۍ او تيغ څه روغ رمټ وباسي.
سرتېری کوم د بورې زوی نه دی، بې موره، بې پلاره، بې اولاده هم نه دی، خو د هېواد مینې او افغان کورنیو درد تر بل هر چا ښه احساس کولای شي او په دښمن یې دا پیرزو نه ده چې یوه کورنۍ د ویر په ټغر کینوي او افغان انسان څخه ژوند واخلي.
د دښمن کار همدا دی چې افغان سرتېري چلنج کړي او د مخامخ جګړې پرځای له شا ګوزار وکړي، داسې ګوزار چې هیڅ نامرده دښمن په هیڅ هېواد کې نه دی کړی، خو بیا هم فدایي سرتېري د اور په لمبو او د ګولیو په باران کې د پېښې ځای ته ځان رسوي او د خپل ژوند په بیه نور ژغوري.
سرتېری ځکه ګیله لري چې له دې ټول احساس، میړانې او فدا کارۍ سره بیا هم د خلکو هیر دی، خلک ټوله ورځ د برید کیسې کوي، د بریدګرو کیسې کوي چې څنګه لاړل، څومره جګړه یې وکړه او څو کسان یې ووژل، څومره خرابي یې وکړه، له کوم ډول وسلو یې کار واخیست، څنګه تر سیمې ورسیدل، څنګه یې جګړه پيل کړه، د چا کسان و، په چا پسې راغلي و او کوم ډول وسلې یې درلودې.
خلک ملامت نه دي،باید د نادرو پېښو کیسې وکړي، بیا وډار شي، ځکه له داسې دښمن سره مخ دي چې هیڅ انسانیت نه پيژني، خو د اسلام تر نامه لاندې جګړه کوي، هغه څوک چې انسان نه دی بیا ترې د اسلام تمه څنګه کیدای شي.
له خلکو دا هیر دي چې سرتېری څنګه او په څومره وخت کې سیمې ته ورسیدل، څومره کسان یې د دښمن له چنګه وژغورل، څومره کورنیو ته یې خوښي ورکړه چې کسان یې ژغورل شوي، دښمن چې کسان ورسره یرغمل دي، په کوم تکتیک وواژه، څنګه د دښمن په سر ودرید، څومره لوی زړه ورسره و چې په لمبو کې خپلو افغانانو پسې ګرځي چې له مرګ یې وژغوري، د مرمیو او لاسي بمونو په باران کې د وحشي دښمن څنګ ته ځان رسوي او له منځه یې وړي.
نو سرتېری ګیله من دی چې په داسې پېښو کې ولې د ولسونو له لوري نه ستایل کیږي، ولې په هر برید کې د دښمن وحشتونه د دوی په لاسته راوړنو سیوری غوړوي، ولې له خلکو هیر کړي چې د پېښې له ځایه یې څومره کسان ژغورلي او څومره وخت کې یې برید مهار کړی.
خو سرتېری بیا هم په دې ګیله کې ځان ته ډاډ ورکوي چې دا هر څه تر یو شعار لاندې کوي چې (خدای، هېواد، دنده) .
دا هر څه خدای پآک ګوري چې په کوم مورال، کوم هدف او څومره میړانې سره له دښمن سره مخ کیږي او له منځه یې وړي، هېواد هم د سرتېري میړانه نه شي هیرولی، دا وطن به د همدې سرتېرو په میړانه ابادیږي او تاریخ کې به یې نوم ثبتیږي چې هره پېښه څنګه مهار شوې او له انسانیت خلاص دښمن پکې کوم هدف ته رسیدلی دی.
دنده کې هم د سرتېري میړانه ښکاره ده چې ټول ملګري او مسوولین یې ګوري چې سرتېري په دنده کې څومره صداقت کړی او د سر په بیه یې د نورو ژوند ژغورلی دی.

Comments

Leave a Reply