د سالنګ لویه لاره ترافیک پر وړاندې اوس هم تړلې ده

comments 0

هندوکش – سالنګ: د سالنګ لویې لارې مسوولین وایي چې،د واورې د ډېر ورښت او توفان له امله د دې لارې په اوږدو کې ۱۵ ځایه واورې ښویېدنې رامنځته شوې دي.
د سالنګونو د څار او ساتنې مسوول انجنیر عبدالبصیر حبیبی ویلي چې په جنوبي او شمالي سالنګونو کې د سخت توفان او پرله پسې ورښتونو له امله دغه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
حبیبي زیاته کړه چې په شمالي سالنګ کې ۱۵ ځایه واوره ښویېدلې او په جنوبي سالنګ کې له تېر مازدیګر راهيسې واوره اوري چې پر دغې لار یې د موټرو تګ راتګ ناشونی کړی دى.
هغه زیاتوي چې په سالنګونو کې هوا اوس هم ډېره خرابه ده او ممکن تر راتلونکې ورځې دوام وکړي چې له امله به یې د لارې پاکولو چارې هم ولاړې وي.
د يادونې ده، په تېرو دوو مياشتو کې د پرله پسې ورښتونو له امله دا نهم ځل دى چې د سالنګ لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل کېږي.
د يادونې ده، د سالنګ لويه لار پلازمېنه کابل له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي او هره ورځ پر دغې لويې لار زرګونه موټر تګ راتګ کوي.
عبید رادپور

Comments