د سالنګ لار پرانیستل شوه

comments 0

هندوکش – سالنګ: د سالنګ لویه لاره پرانستل شوې، خو د پکتیکا لارې بندې دي.
د وروستیو ورښتونو له امله د پکتیکا ډیری لارې بندې شوي، خو د سالنګ لار تیره ورځ پرانیستل شوه.
د پکتیکا اوسېدونکي وایي، د واورې ورښت له امله نه یوازې د ولسوالیو ترمنځ لارې بندې شوي، بلکې دا ځل دومره زیاته واوره شوې چې د کلیو ترمنځ تګ راتګ هم له خنډ سره مخامخ دی.
د راپورونو له مخې، د ولایت له مرکز څخه برمل، ګومل، نکه، ژېړوک او ګڼو نورو ولسوالیو ته لارې بندې دي.
خو د سالنګونو لار، چې له څو ورځو راهیسې بنده وه، تیره ورځ د ترافیکو پرمخ پرانستل شوه.
عبید رادپور

Comments