د سالنګ لار بیا وتړل شوه

comments 0

هندوکش – سالنګ: د سالنګ د لوی لارې مسوولین وایي، دا لار د زیات ورښت له امله د هر ډول موټرو پروړاندې وتړل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څار مسول عبدالبصیر حبیبي وايي، د ډیرورښت له امله دغه لار د تیرې شپې راهیسې تړل شوې ده.
حبیبي وايي، له تیر ماښام راهېسې په سالنګونو کې د واورې توپان راغلی چې د احتمالي زیانونو څخه د مخنیوي لپاره یې دغه لار وتړله.
د سالنګونو د څار او ساتنې مسولین وايي، د توپان او واورې د شدت په کمیدو به د لارې خلاصولو چارې پیل شي.
عبید رادپور

Comments