د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې ۱۰۷ نه ډیر تنه ته مرګ ژوبله واوښته

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سالم ایزدیار جنازې مراسمو کې چې ډیر دولتي چارواکو او د دولت مقننه، اجرایه او قضایه قوه چارواکو ونډه اخیستې وه درې پرله پسې چاودنې وشوې.
سرچینې وایې چې خانمرګې د جنازې مونځ په څلورم قطار کې ځان وچاوه چې له امله یې ۲۰ تنه مړه او ۶۷ تنه نور تپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چي د جمعیت ګونډ غرو ته کوم آسیب رسیدلې نه دې او په تیره یوه اونې کې ډیر شمیر افغان وګړې په ځانمرګو بریدونو کې مړه او زخمیان شوي دي.
اجرایه ریس داکتر عبدالله عبدالله له پیښی وروسته وویل چې دښمن غواړي قومونو ترمنځ تفرقه واچوي او د هغه لاریون کوونکو په ځواب یې وویل چې د حکومت مشرانو استعفا غوښتنه یې کړې وه که زما پر استفعا حالت ښه کیږي نو زه حاضر یم چې استفعا ورکړم.
نوموړي زیاته کړه: چې روستیو بریدونه په اړه څیړنې روانې دي او هغه کسانو چې لاریون کوونکو باندې دزي کړې ډیر ژر به عدلي او قضايي مراجعو ته معرفي شي.
عبدالله زیاته کړه چې د بادام باغ پیښې په تړاو خپله څیړنه کوم او غواړم پوه شم چې امنیتې چارواکو ولې بی تفاوتې کړې ده.
عبید – رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply