د زړه د عضلو ناروغي (دایلیتد کاردیومیوپتی)

comments 0

هندوکش – صحت: دایلیتد کاردیومیوپتی د زړه هغه ډول ناروغۍ ته ویل کيږي چې له وجې یې د زړه عضله نازکه کیږي او د پمپ کولو توان له لاسه ورکوي دا ناروغي معمولا د زړه له هغې برخې چې د وینې پمپ کول پر غاړه لري پیل کیږي یعنې د زړه له کيڼ لوري
د دایلیتدکاردیومیوپتی کلېمې مانا داده چې کادر د زړه په مانا ، میو د عضلې په مانا ، او پتي د ناتوانۍ په مانا ده که دا درۍ واړه کلېمې سره یو ځای کړو د زړه د عضلې د ناروغیو په مانا کیږي .
په ډېریو حالاتو کې دا ناروغي له ځانه ښکاره نښې نه پرېږ دې مګر له بده مرغه ډېره خطرناکه ناروغي ګڼل شوې چې د مړینې سبب کیږي .
دځينو کسانو تر منځ ددې ناروغۍ علایم د زړه د عدم کفایې او یا نفس تنګي ښکاره کیږي .
دا ناروغي انسان په هر عمر کې نیسي او ډېره دا ناروغي د لویانو روغتیا ګواښي.

Comments

Leave a Reply