د زنګنو درد او درملنه یې

comments 0

زنګون چې د انسان د مهمو عضلاتو څخه شمير کيږي، ډیر کله د ډير عمر لرونکي کسان او يا هم ځوانان د زنګون په درد اخته کيږي او ترې رنځيږي.

د زنګونونو درد د بيلابيلو لاملونو له امله انسان ته پيدا کيدلای شي چې ډير خلک يې د له منځه وړلو لپاره بيلابيل ډوله درمل کاروي او ډاکټران هم د ځانګړي سپورت سپارښتنه کوي.

خو دلته مونږ د زنګون درد د له منځه وړلو لپاره د روغتياپالانو یوه طبعي نسخه وړاندې کوو چې کتونکي هم ترې ګټه ترلاسه کړي.

روغتياپالان وايي، که زنګنونه مو د ډير کار، د عمر زياتوالي، ډير وزن یا له لوړ ځای څخه د غورځيدو له  کبله درد کوي نو یوه کاشوغه واسلين يا ګريس، یوه کاشوغه شهد (عسل) یو دانه ليمو، یوه کاشوغه مالګه د زيتون له غوړيو سره ګډ کړۍ.

د ټولو اجزاؤ له ګډولو وروسته په دغه موادو دردمند ځای (زنګون)  ښه ومښئ (مالش) يې کړۍ او بيا يې پر يوه ډبله کپړه کلک وتړئ.بيا استراحت وکړئ.

دغه کار تر څو ورځو پورې جاري وساتئ او د زنګانه له دردونو ځان خلاص کړۍ.

دغه راز روغتيايي چارواکي سپارښتنه کوي چې د زنګون درد لرونکي کسان د پښو په سر له کيناستو، پلتۍ وهلو، د وزن کمولو  او د ورځې نیم ساعت لپاره په هواره ځمکه د ګرځيدو سپارښتنه کوي.

Comments