د زغفرانو حاصلات دوه برابره لوړ شوي

comments 0

هندوکش – کابل: د کرنې وزارت وايي، د دوی د پلان له مخې به راتلونکې کال کې د زعفرانو حاصلات ۱۴ مټریک ټنو ته لوړ شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، اوس تر بل هر وخت د زعفرانو کښت او تولید زیات شوی چې زیاتو خلکو یې کښت ته مخه کړې.
د رستمي په خبره، د کرنې وزارت په نوي پلان کې به د زعفرانو کښت ۲۳ ولایتونو ته وغځیږي.
د کرنې وزارت وايي، د زعفرانو طلايي بوټي د کښت لپاره زراعتي ځمکه هم دوه چنده شوې ده.
دا چې د افغانستان زعفران د نړۍ په هېوادونو کې ښه نوم لري، نو بیه یې لوړه او زیات خلک د پيسو ترلاسه کولو لپاره دې کښت ته مخه کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply