د زعفرانو روغتیایي گټې

comments 0

د زعفرانو بوټی
د زعفرانو پاڼې په بنفش رنګ دي او ددې بوټي کرل د لاس په واسطه تر سره کیږي باید د ډېرو بوټو پاڼې ټولې شي تر څو یو مثقال زعفران تر لاسه شي او همدا ټکی ددې لامل شوی چې د زعفرانو بیه لوړه ده.
د زعفرانو چای جوړول
د چای یوه قاشوغه زعفران وچ کړئ او میده یې کړئ بیا یې په داسې یو چاینک کې چې یو ګیلاس اوبه ونیسي واچوئ او د چاینکې سرپوښ وتړئ او د نیم ساعت لپاره یې په ملایم حرارت وایشوئ تر څو غلیظ رنګ واخلي ددې رنګ څخه د خوړو په رنګ او خوند کې ګټه واخلئ او همدارنګه یوه تر دری قاشوغې زعفران په یوه چاینکه کې وایشوی او د نباتو سره یې د چای په توګه وکاروئ.
روغتیا ته د زعفرانو ګټې
زعفران په زیاته کچه د منګنیز ویتامین سي ، اوسپنې او ویتامین بی شپږ درولودونکی دی منګنیز د وینې د غوړوالي او شکر ناروغۍ پر وړاندې مرسته کوي او همدارنګه د جنسي کمزورتیا پر وړاندې عمل کوي ، ویتامین سي هم د میکروبونو پر وړاندې مقاومت کوي او ویتامین بی شپږ د وینې د سلولونو په جوړونه کې فوق العاده رول لري .زعفران د اعصابو آرامتیا ته ګټور دي.
زعفران د حافظې ځواکمنتیا کې مثبت رول لوبوي
د څېړنو له مخې زعفران کولای شي د آلومینیوم ناروغۍ درملنه وکړي او حافظه مو ځواکمنه کړي عصبي اختلالات له منځه وړي او اعصاب مو آرامه ساتي،
زعفرانو د افسردګۍ پر وړاندې فوق العاده مثبت رول لري او د وینې جریان تنظیموي .

Comments

Leave a Reply