هندوکش ـ کلات: د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې په نښته کې پنځه طالبان وژل شوي دي.
د شاجوی ولسوال وزیرمحمد جوادي هندوکش ته وويل:« د پولیسو او طالبانو تر منځ نښته تیره ورځ د یادې ولسوالۍ په لالي کلي کې شوې ده.»
د جوادي په خبره:« په دې نښته کې پنځه طالبان وژل شوي او د وژل شویو طالبانو جسدونه هم د جګړې په ډګر پاتې دي.»
ياده دې وي چې طالبانو په تیرو دریو ورځو کې په زابل کې د پيل شویو عملياتو په لړ کې درنه مرګ ژوبله لیدلې.
تر دې مه د طالبانو رسمي سرچینو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
بلخوا د زابل خلک وايي چې په دې ولايت کې عملیات بايد جدي شي.
د شاه جوی خلک وايي چې اوس اوس لویه لاره هم امن شوې ځکه پيل شوي عملیات ډير ګټور وو.
وحیدالله توخی ـ کلات
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.