د زابل ولسونو د پاکستان پر وړاندې لاریون وکړ!

comments 0

هندوکش-زابل: په زابل کې سلګونه کسانو ،چې قومي مشران او سیمه ایز چارواکي هم پکې شامل وو د پاکستان د راکټي بریدونو، د روس او پنجاب د مداخلاتو پر وړاندې لاریون وکړ.
دوی د پاکستان او روسیې وروستي خوځښتونه او مداخلې په کلکو ټکو وغندلې اومرګ په پاکستان شعارونه یې له ځان سره لېږدول.
همدا راز د زابل ولسونو له افغان سرتېرو د ملاتړ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ او دوی یې ددې خاورې اصلي مدافعین وبلل،زابلیانو له افغان ولسونو څخه وغوښتل چې :«د طالبانوپر پر وړاندې د خپلو سیمو د دفاع لپاره له افغان سرتېرو ملاتړ او ددوی تر څنګ ودرېږي».
ددوی په وینا:«پاکستان له طالبانو د سپر په توګه ګټه اخلي ، طالبان زمونږ د هېواد خاوره نیسي او پاکستاني پوځ ته یې سپاري تر څو دوی پکې نظامي تاسیسات ورغوي چې افغانان باید په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د طالبانو او پاکستان ددې پلانونو مخه ونیسي».

دا په داسې حال کې دې چې تر دي مخکې ولس د پاکستان او روس مداخلو پر وړاندې کنر، قندهار، ارزګان، لوګر او میدان وردکو کې پراخ لاریونونه په لاړه اچولي ول.

توریالی سحر

Comments

Leave a Reply