د زابل دایچوپان ولسوالیو کورنیو سره خوراکي مرستې وشوې

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د دایچوپان ولسوالۍ له 83 زره کسانو سره مرستې خوراکي مرستې شوي دي.
رحمت الله یارمل د زابل سرپرست والي ویلي، ولایت مقام په پام کې لري چې دکلات ښار او ولسوالیو دغریبو او بې وزلو کورنیو سره په دوامداره ډول مرستي وکړی هغه زیاته کړه چې نن یې هم د یو شمیر هغو کورنیو سره چې وړاندې په ګوته سوي وه د غیرخوراکي توکو مرسته وکړه .
د دایچوپان ولسوالی اوسیدونکی چی دغه مرسته یی تر لاسه کړه ده وایی که څه هم ځینی مشکلات به یی حل سی خو باید نور کومکونه هم ورسره وسی ځکه دوی جګړو سخت ځپلی دی او اقتصادی ستونزی لری .
د زابل ولایت مقام په داسی حال کې د دایچوپان ولسوالی خلکو ته مرستی ورکړی چی څو ورځي وړاندي یی هم د خاک افغان له اوسیدونکو سره دخوراکي اوغیري خوراکي توکو مرسته کړي وه .
ننګیالۍ کوهنورد

Comments