د ریکا ناسته او افغانستان ته ددې ناستې ګټې:ايمل جلال

comments 0

يا خو زموږ د رسنيو لومړيتوبونه جلا دي او يا هم د بهرنيو چارو د وزارت ملا ماته ده چې د يو مهم كنفرانس په اړه يې پوره تبليغ نه دى كړى.

نن په تركمنستان كې د افغانستان په اړه د يو مهم كنفرانس ۷مه غونډه ترسره شوه. دا د ` ركا كنفرانس` نوم به مو اورېدلى وي. تر اوسه پورې په رسنيو او فېسبوك دواړو كې كراره كراري ده.
دا لاندې څو كرښې كيداى شي د هغې پوښتنې په ځواب كې وي چې ولې بايد د هېواد راتلونكې ته هيله من واوسو؟

د افغانستان په اړه د سيمه ايزو اقتصادي همكاريو كنفرانس يا ركا د هېواد د راتلونكې په برخه كې مهم رول لري. دا د هغې اوږدمهالې پروژې يوه برخه ده چې په پام كې لري افغانستان د بين المللي بازار او د كاپيټاليزم د نړيوال جال سره وصل كړي. دا په اصل كې د سولې او ثبات يوه لېبراله تيوري ده چې د سيمه ايز رقابت پر ځاى سيمه ايزې همكارۍ ته ترجيح وركوي. دا پروژه د نړيوال بانك، د پېسو د بين المللي صندوق، د آسيا د پراختيايي بانك او د هېوادونو په سطحه د ډونرانو لخوا تموليږي. مثلن د ټاپي د ګازو د نل ليكې پروژه، د كاسا ۱۰۰۰ د برېښنا پروژه، د چابهار د بندر پروژه، د آقينې د اورګاډي د پټلۍ پروژه، د اورګاډي د پټليو په واسطه د ولايتونو د نښلولو پروژه او … د همدې كنفرانس له بركته عملي كيږي. په اوږدمهالې موده كې د د افغانستان د اقتصادي ودې شاهرګونه جوړوي.

پروژې خو بيخي ډېرې دي خو د لاجوردو د دهلېز د پروژې تړون پكې تر ټولو ډېر مهم دى. ددې پروژې له مخې به افغانستان د ځمكې، بحر او اورګاډي د پټلۍ له لارې د اروپا سره وصل شي. يعنې يو افغان په تيوريك ډول كولاى شي چې په اورګاډي كې كيني او په جرمني كې ښكته شي! مالونه هم همداسې در واخلئ. ددې پروژې موخه د افغانستان – تركمنستان – آذربايجان – ګرجستان – تركيې ترمېنځ د اورګاډي د پټلۍ غځول دي. اهميت يې پدې كې دى چې ډېر لګښت نه غواړي. ځكه د آذربايجان – ګرجستان – تركيې ترمېنځ پلټۍ ۲ – ۳ اونۍ وړاندۍ افتتاح شوه. د آقينې – تركمنستان ترمېنځ هم پلټۍ شته. يو خط به د هرات تورغونډۍ ته تيريږي او بل خط به له تركمنستانه آذربايجان ته. بس كيسه نوره خلاصه ده. په شاوخوا ۶۰ ساعتونو كې به كندهاري انار د تركيې له لارې د اروپا بازار ته رسيږي. ددې پروژې بل پړاو بيا د تورغونډۍ – ايران – چابهار او بيا د سمندر له لارې هند پورې تړلى. د چابهار د بندر د پرانيستل كېدو سره دا پړاو هم په ختمېدلو دى.
مثلن تېر كال د تركيې – افغانستان ترمېنځ د متقابلې سوداګرۍ حجم يواځې ۱۶۰ ميليونه ډالره و. دا ډېر لږ دى. كه دا پروژه پيل شي د مالونو آزادنه راكړه وركړه به افغانستان نور هم د ګاونډيانو له محتاجۍ نه خلاص كړي.

كيسه هسې رانه اوږديږي خو د غني حكومت په كورني سياست كې د بګېل كېدو په مقابل كې په بهرني سياست كې ښه روان دى. ددې سياست د برياليتوب تر شا دوه تيوريك بدلونونه دي چې د عملي لاسته راوړنو لپاره يې لار هواره كړه.

۱ – د جيوپوليتيكي پلوه ځان پېژندنه
دا لومړى ځل دى چې افغانستان هڅه كوي چې ځان وپېژني چې څوك دى؟ د ځان پېژندلو نه مطلب د خپل جغرافيوي موقعيت په نظر كې نيولو سره، پدې جغرافيه كې د كلتوري اړيكو پر اهميت پوه شوى. مثلن افغانستان د جفرافيي له پلوه په منځنۍ آسيا كې خو د كلتور له پلوه په منځني ختيځ كې پروت دى. كه كلتور او سياست په جغرافيه ور ګډ كړو نو د منځنۍ آسيا سره مشتركات نه لرو. خو كه جغرافيه په كلتور او سياست ور ګډه كړو نو بيا په نقشه كې د منځني ختيځ سره ځمكنى واټن لرو. دا سرګنګسي ددې سبب شوه چې د معاصر تاريخ په اوږدو كې د روديارد كيپلينګ په وينا د ( لويې لوبې) او خصوصن د سړې جګړې پرمهال د امريكا – شوروي د تودې جګړې په ميدان بدل شو. فكر كوم ( لږ تر لږه هيله لرم!) چې د غني حكومت د بين المللي تحولاتو په نظر كې نيولو سره اوس پوه شوى وي چې هېواد يې په بهرني سياست كې څه ډول هويت لري؟ افغانستان د لومړي ځل لپاره هڅه كوي چې د كلتوري پلوه د منځني ختيځ هويت او د جغرافي پلوه د منځنۍ آسيا هويت د ځان په ګټه وكاروي. هغه د “ آسيا د څلورلاري“ مشهور اصطلاح اوس لږ لږ صدق كوي.

۲ – د بېطرفۍ سياست ته شا
په بين المللي اړيكو كې بېطرفي يوه حقوقي او بله سياسي معنى لري. معمولن حقوقي بېطرفي اختياري او سياسي بېطرفي جبري وي چې د نورو لخوا تحميليږي. د ۱۹مې پېړۍ د پاى د كلونو نه نيولې تر اوسه پورې د څو كوچنيو استثناګانو پرته افغاني واكدارانو د خپل شخصي حرص او قدرت د ساتنې په بدل كې سياسي بېطرفي اختيار كړې وه. زما په نظر دا عمل د دوى تر ټولو ستر خيانت دى چې زموږ په حق كې يې كړى دى. داسې ښكاري چې اوس افغانستان د بېطرفۍ سياست ته په كرار كرار شا كوي. دا، د شمالي كوريا د اتومي پروګرام د غندلو يا د كاتولونيا د په رسميت د نه پېژندلو په څېر د عادي ډيپلوماټيك چلند نه نيولې په عالي سطحه مثلن د پاكستان په مقابل كې د هند سره د اتفاق د كولو په بحث كې څرګنديږي. دا ډول اقدامات په اوږدمهالې موده كې ګټور دي.

خلاصه د نهيلۍ پدې تياره فضا كې د هيلو نه د ډكې راتلونكې څراغونه لګېدلي دي خو رڼا يې دومره نه ده چې تيارې وشړي. په هر ترتيب شخصاً فكر كوم چې د ټولو ستونزو سره سره افغانستان په سمه لار روان دى.

اېمل جلال

Comments

Leave a Reply