د ریکا د همغږي ناسته کابل کې وشوه

comments 0

هندوکش – کابل: د روان زېږدیز کال د ریکا د اقتصادي همکاریو د سازمان د همغږۍ لومړۍ ناسته کابل کې وشوه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني تیره ورځ په دغه ناسته کې د سیمې په کچه د افغانستان په تاریخي رول او اهمیت ټینګار کړی.
رباني د ریکا ناسته د دغه سازمان د دوه کلنو فعالیتونو د ارزولو او راتلونکو پلانونو لپاره مهمه بولي.
د رباني په خبره، افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت کولای شي چې دغه هېواد له اقتصادي اړخه د سیمې لپاره د وصل په نقطې بدل کړي.
د اقتصادي همکاریو سازمان يا ریکا اوومه ناسته دوه کاله وړاندې ترکمنستان کې وشوه او ټاکل شوې اتمه ناسته یې د روان زیږدیز کال په ورستیو کې ازبکستان کې وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments