د ریل پټلۍ په وسیله سوداګرۍ لس سلنه ډیره شوې ده

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان د رېل پټلۍ اداره وایي، د تېرو نورو کلونو په پرتله له دغې لارې اوس د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۱۰ سلنه لوړه شوې ده.

د دغې ادارې مرستیال عبدالباري صدیقي ویلي، د افغانستان د حیرتان له لارې د ترکمنستان او ازبکستان تر څنګ د منځنۍ اسیا یو شمېر نورو هېوادونه ته په ورځني ډول شااوخوا ۳۰۰ ټنه سوداګریز توکي لېږدول کېږي.

د صدیقي په خبره له دې لارو د افغانستان له لوري کرنیز محصولات، وچې او تازه مېوې او معدني توکي صادرېږي، په مقابل کې یې بیا نفتي او ساختماني توکي راواردېږي.

نوموړی وايي، دا د افغانستان د سوداګریزو فعالیتونو لپاره ښه پرمختګ دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments