د ریاض په ناسته کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې مرکز افتتاح شو

comments 0

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په سعودي عربستان کې د امریکا او اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړ.
د ارګ څخه په یوه خپاره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني د دې سرمشریزې په پای کې د نړۍ له نورو مشرانو سره د ترورېزم پرضد د مبارزې د مرکز افتتاح کې هم ونډه واخیسته.
دا مرکز د سعودي عربستان له خوا له ترورېزم سره د مبارزې برخه کې د معلوماتو او تجربو د شریکولو په مقصد جوړ شوی دی.
د یادونو وړ دی چي د ریاض په سرمشریزه کې د نړۍ په سطحه د ترورېزم د ګواښونو او د سخت دریځۍ پر وړاندې مبارزه کې د جدي همکارۍ په اړه خبرې او بحثونه هم شوي دي.

Comments

Leave a Reply