د ريښتینو ديني عالمانو نه د طالبانو ډار؛ د پنځو دیني عالمانو په تقریرونو یې بندیز لګولی ــ تحیلیلي راپور:

comments 0

هندوکش ــ کوېټه: طالبانو پر پينځو دیني عالمانو بندیزونه لګولي‌ دي؛‌ د طالبانو د استخباراتو کمیسیون د یوه مکتوب په صادرولو سره پر مولوي فیض محمد ابوالفیض، ‌مولوي محمد عمر خطابي اومولوي‌ عبدالخالق اغا چې درې واړه د کندهار ولایت اوسېدونکي او اوس په پښین کې ژوند کوي، بندیزونه لګولي دي.
همداراز د کابل اوسېدونکی مولوي محمد یاسین فهیم او د فراه ولایت مولوي حبیب الله چې اوس په ګردي ځنګل سیمه کې اوسېږي د طالب استخباراتو په بندیزونو کې شامل دي.
په دې دیني‌ عالمانو باندې په جلسو، غونډو او هره هغه سیمه کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده بندیز لګېدلی دی، دوی به اوس حق نه لري ‌چې په پاکستان کې د ننه هم د طالبانو په غونډو کې تقریرونه وکړي.
دا عالمان په دې تورن شوي‌ دي‌چې ددوی د ویناوو له کبله په طالبانو کې اختلافات پیدا شوي او دې علماوو د طالبانو ځینې کړنې تنقید کړې دي.
د کوټې شورا یوه غړي ویلي چې دا هغه دیني‌ عالمان دي‌ چې په افغانستان کې د طالبانو پر جګړه نیوکې کوي‌ او په مذهبي توګه ځیني ‌طالب مشران هم تنقیدوي‌.
یاد پينځه واړه دیني عالمان په سیمه ایزه کچه پېژندل شوې څېرې دي او هره خبره د الله د کتاب قران کریم په رڼا کې کوي، خو طالب مشران وايي چې دی ددوی اختلافات را ځېږوي.
فروزان سیرت

Comments