د روژې په رارسیدو بیې لوړې شوي

comments 0

هندوکش – کابل: تیره ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو مسلمان هیوادونو کې د روژې لومړۍ ورځ وه.
د رمضان المبارک میاشتې لپاره په ټوله نړۍ کې چمتووالی نیول شوی او کورنیو د روژه ماتې لپاره بازارونو کې له وړاندې سوداګانې اخیستې دي.
په اسلامي نړۍ کې د دغې بختورې میاشتې لپاره سوداګرو خپل توکي هم ارزانه کړي، خو افغانستان کې بیا نرخونه لوړ شوي دي.
د اندونیزیا او عربي نړۍ په څير ګڼ میشتو اسلامي هیوادونو کې هم د دې میاشتې په برکت خلک خپلو کورنیو سره یو ځای کیږي.
ګڼو سوداګریزو بنسټونو هم ژمنه کړې چې په دې میاشت کې به د بېوزلو لاسنیوی وکړي.
خو د نورو مسلمان هېوادونو خلاف په افغانستان کې د هر څه بیې لوړېږي او پر سوداګرو نیوکه ده چې د اسانتیا په ځای سختي راولي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments