د روسیې په سایبریا کې اورلکیدنې ۶۴ کسان وژلي دي

comments 0

هندوکش – روسیه: آر – تي شبکې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د روسې په کیمیرو ښار کې په یوه پلورنځي کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژلي دي.
د خبر پر بنسټ، د پېښې قربانیانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.
آر – تي تلویزیوني شبکه زیاتوي چې اور د کيميرو ښار د يوه ستر پلورنځي په وروستي پوړ کې هغه مهال ولګېد، چې ګڼ شمېر خلک په سينما کې د فلم نندارې ته ناست وو.
د لومړنيو پلټنو د پایلې ښيې چې، له کوم ماشوم سره د سګرېټو لایټر و چې ربړ اور ترې اخيستی او بيا د باروتو په څېر ټول پلورنځي ته خپور شوی دی.
ویرونیکا سکورتسوا د روسيې د روغتیا وزیرې ویلي چې ۱۱ ټپیان روغتونونو ته رسول شوي دي چې ډېری یې د لوګي د ډېر تنفس له کبله په بد حال کې دي.
د نوموړي په ویناُ په وژل شويو کې نهه ماشومان دي، خو په ځينو راپورونو کې ويل شوي چې د ۴۱ په شاوخوا کې نور ماشومان تر پرون ماښامه پورې لادرکه وو.
محمد امان دوران

Comments